IQNA

له فلسطینه  د ملاتړ په اعلان پسې د آکسفورډ په  جومات حمله شوې

18:15 - October 30, 2023
د خبر لمبر: 3488192
ایکنا-(آکسفورډ)  د انګلستان په اکسفورډ کې  پر یوه جومات له دې وروسته اسلام ضده حمله شوې چې د فلسطین له خلکو ئې ملاتړ اعلان کړی ؤ.

ایکنا د   آناتولي له قوله راپور راکړ، د غزې له خلکو څخه په آکسفورډ کې  د یوه جومات په ملاتړ پسې  یوه ناپيژاندي کس پر دغه جومات حمله  کړې ده.

حمله کونکي  د جومات په لور د پيټرولو جوړ شوی لاسي بم ورګوزار کړ او  ورسره ئې د جومات په دیوال  د    "IDF RULE"    جمله ولیکله چې  د اسرائيلو دپوځ ځواک ته پکې اشاره  شوې ده .

پولیسو دغه پيښه دطبقه بندي شوی نفرت د جنایت په توګه  بللې او وئيلي  ئې دي ،  له جومات او ځاي ټولنې سره  د دوي د له امنیت څخه د ډاډمنیدا لپاره ملګرتیا کوي .

 د جوماتونو شورا  په یوې اعلامیې خپرولو سره  دغه پيښه یوه  اسلام ضده او ترهه ګره  چاره بللې او  هغه کس ئې ترهه ګر بللی او په سخته ئې محکوم کړی دی .

په دغې اعلامیې کې راغلي دي  چې دغه جومات د خپل انګڼ په شاوخوا کې د فلسطین بیرغونه ځوړند کړي وو، څو د فلسطین له ملته  چې د اسرائيلو له وحشي ډوله او غیر قانوني  او بې مخینې عامې وژلې سره  مخامخ دی، خپل ملاتړ   وښئ .

د تمیزویلې  پولیسو وئیلي دي ، چې د پيټرولو ددغه لاسی بم  د غورځول کیدا له امله کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او دغه پيښه ممکنه ده ،  په اسرائيلو او غزې کې  له روانو نښتو سره اړونده  وي.

https://iqna.ir/fa/news/4178792/

captcha